ميمنه باختر دوږي دمياشتې ١٣ نيټه :
د فارياب ولايت کې نن له شپږسوه جګړې ځپلوکورنيو سره مرسته وشوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې :
په هرې کورنۍ يوه ا ندازه اوړه، غوړي، وريجې، دال نخود، بوره، ترپال او د پخلنځي سيټونه وويشل شول.
ويل کيږي دغه مرستې د دغه ولايت د بيړنيو حالاتو د کمېټې له خوا ترسره شوې دي او دغه راز د دوه ديرشو شهيدانو په هرې کورنۍ څوارلس،څوارلس زره افغانۍ نغدې پيسې هم وويشل شوې .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ