امنیت

په قندهارکې د چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
په قندهار ولايت کې په يو موټرسايکل کې د ايښودل شوي بم د چاودنې له امله دوه تنه پوليسان او ٤ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د قندهار د والي ويندوي صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د قندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې په چاويدونکو توکو بار يو موټرسايکل چې په يو ګڼ ميشت ځاى کې ولاړ و؛ وچاوديد چې له امله يې دوه تنه پوليسان او څلور تنه نور ملکي وکړي ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د پيښې ټپيان دقندهار ميرويس روغتون ته وليږدول شول.
د روغتون د روغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته