فرهنګ

اعلاميه

کابل باختر د تلې اتلسمه :
د رسنيو د عالي شورا اعلاميه
د رسنيو عالي شورا نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ  غونډه وکړه او د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د قانون له مادو سره سم د آزادو انتخاباتو له لارې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون غړي انتخاب شول.
  په هغو انتخاباتوکې چې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون   د نهو تنو غړو د انتخاب په خاطر ترسره شول؛ د رايو په اکثريت محمد داود توفان، خدا بخش محسني، پوهنوال وحيد غروال، حميرا ثاقب، رحيم جامي، وحيد الدين  ارغون، ضيا بوميا، صديق الله توحيدي او بريښنا عالمي يې د غړو په توګه  انتخاب کړل.
  دغه راز په دې غونډه کې د ټولنيزو شبکو د خپرونو په باب د رسيدلوشکايتونو په پام کې نيولو سره هم خبرې وشوې او وپتيل شوه چې په راتلوونکې غونډه کې دې  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په همکارۍ په دې برخه کې تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته