سیاست

د استانبول/آسیا زړه بهیر د لوړ پوړ چارواکو غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د استانبول/ آسیا زړه بهیر د لوړ پوړ چارواکو غونډه د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د  پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په ګډ ریاست او د دغه بهیر د غړو او ملاتړو هېوادونو او سازمانونو په ګډون نن د پاکستان د اسلامي جمهوریت په پلازمینې اسلام آباد کې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، د خپلې وینا په یوې برخې کې یې څرګنده کړه: " زموږ نننۍ غونډه په یوه ډیر اړین پړاو کې چېرته چې زموږ سیمه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د قوي زیربنا د نشتون سره یوځای د ترهګرۍ او افراط ګرایى د ودې په ګډون له یو شمېر ننګونو سره مخامخه ده."
ده له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې اړتیا ته په اشارې سره وویل" د دغو ننګونو په پام کې نیولو سره، موږ د تیر هر وخت په پرتله قوي باورمن یو چې سیمه ییز او نړیوال شرایط په ګوته کوي چې باید د ترهګرۍ او افراط ګرایى د ستونزو او همداراز د دوی د لاملونو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې خپلې ټولیزې هلې ځلې دوه برابره کړو ترڅو په سیمه کې ټیکاو او ټولنیز- اقتصادي هوساینه لاښه شي."
ورپسې، د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز خبرې وکړې، ويې ویل: "د افغانستان په محوریت د آسیا په زړه سیمه کې د آسیا زړه بهیر، د سیمې د نښلولو او اقتصادي همکاریو لوړولو لپاره اغیزمن بستر دی. د دغه بهیر غړو هېوادونو ته هغه فرصتونه برابروي څو د همکاریو په پراخولو سره ، افغانستان کې دسولې او ټیکاو او په ټولیزه توګه، د یوې امنې او سوکاله سیمې جوړولو په منظور، عملي او اغیزمن ګامونه اوچت کړي."
په دې ناسته کې، ګډون کوونکو د استامبول /آسیا زړه بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې د اعلامېې په اړه چې پام کې ده سبا د ناستې په پای کې اعلام شي، خبرې اترې وکړې.
وپتېل شوه سبا چارشنبه د استامبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز په ګډه مشرتابه جوړه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته