سیاست

د مشرانو جرګې غونډه وکړه

 کابل باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
د مشرانو جرګې د ریېسانو کمېټې غونډه چې په دوو برخو کې د جرګې د ریېس فضل هادي مسلم یار او د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، د راتلونکې اوونۍ د عمومي غونډو اجنډا وټاکل شوه او د کمېسیونونو د کاري پروګرامونو په اړوند بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ریېسانو په کمېټه کې پریکړه وشوه چې د غویي د شپاړسمې نېټې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو او د کابل ښار د حلقوي سړک پروژې د پلي کېدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اسلامي پرمختیايي بانک تر منځ د موافقتنامې په اړه د بحث سربېره دې د کورنیو چارو وزیر او د ملی امنیت لوی ریېس د ناامنیو د زیاتوالي، د وروستیو تروریستي پيښو، د نوم لیکنې او د پیژندپاڼو د وېش د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په ا ړوند دې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.
او د غویي د اتلسمې نېټې د سې شنبې ورځې عمومي غونډه کې دې د ازاد بحث تر څنګ د ټولنو، اعتصابونو او لاریونونو قانون اړوند کار وشي.
همدا راز د ریېسانو د کمېټې غونډه کې د بهرنیو سفارتخانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو د مالی تمویل څخه انديښنې څرګندې شوې او د دیني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې موضوع دې د اړونده مسوولانو سره مطرح کړي.
دغه راز د ټولټاکنو بهیر کې د تقلبي پیژندپاڼو د وېش څخه د مخنیوي، خلکو او دولت ته د پنځه کلنو اسنادو لر ونکو موټرو د راټولولو د عواقبو او ضررونو او په ملي شورا کې د خلکو د استازو موټرو ته د پلیټونو د وېش د څرنګوالي په اړه خبرې او لازمې پریکړې وشوې.
خو د غونډې په پیل کې د مشرانوجرګې ریېس د ریېسانو کمېټې ته د دې جرګې د دارالانشاء د نوي ګمارل شوي لوی ریېس عبدالمقتدرناصري د ګډون له امله ښه راغلاست ووایه  او د سرپرستۍ په وخت کې د  دارالانشا د پارلماني او مسلکي چارو د مرستیال تیمور شاه قویم له ګټورو او مثبتو کړنو څخه یې قدردانی څرګنده کړه او څرګنده یې کړه چې د دارالانشا، اداري پلاوي او کمېسیونونو تر منځ لا زیاته همغږي د مجلس په کاري چارو کې ګټورې پایلې لري.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته