ورزش

طاهره او مهدي دباميانو دبايسکل ځغلولو دسياليو اتلان شول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دبامياني نجونو او هلکانو دبايسکل ځغلولو سيالۍ پرون په جلاجلا ډول په دغه ولايت کې ترسره شوې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :ددغو سياليو هدف دبايسکل ځغلولو ورزش ته دبامياني نجونو او هلکانو هڅول دي .
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې سلو تنو بامياني نجونو او هلکانو ګډون کړى و چې دولس کيلومتره واټن يې وواهه او په پاى کې طاهرې ،صديقي او فاطمې په وار سره لومړى ، دويم او دريم مقامو نه وګټل او دهلکانو په برخه کې مهدى لومړى مقام او مرتضي او اکبر په وار سره دويم او دريم مقامونه وګټل.
بامياني ورزشکارانو په باميانو ولايت کې د ورزشي تمرينونو او دملي او نړيوالو سياليو لپاره دځاى نشتوالى، مهمې ستونزې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته