ټولنه

دپروان دروزنتون ماشومانو ژمني جامې ترلاسه کړې .

کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
دپروان والي ددغه ولايت دمرکزي روزنتون له ماشومانوسره دژمنيو  جامو مرسته  وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دغو ژمنيو جامو کې شړى ، جمپر ، جوراب  او جاکت شته چې دپروان دوالي  فضل الدين عيار له شخصي بودجې څخه برابره شوې وه ، په داسې حال کې چې دولايتي شورا غړى محمد خليل  فضلي ، دچاريکاروښاروال روح الله صديقي ، دکار ټولنيزوشهيدانو او معلولينو چارو رييس وکيل احمد سهيل  او دروزنتون مسوولانو شتون درلود  ددغه روزنتون په څه ناڅه سلو ماشومانو وويشل شوه .
دپروان والي وويل چې ماشومان ددغه هېواد سرمايه او راتلونکي جوړونکي دي  او دپروان سيمه ئيزې  ادارې به د دوى دروزنې په خاطر هلې ځلې وکړي .
په همدې حال کې دکار او ټولنيزو چارو رييس وکيل  احمد سهيل دپروان دوالي له دغه نيک  اقدام څخه مننه وکړه او له پانګه والو او خير غوښتونکو افردو څخه وغوښتل چې دروزنتون له ماشومانو سره مرسته وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته