کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
د هېواد د کرنې او اوبو لګولو وزارت اعلام کړى دى چې د روان کال په بهير کې د اوو ميليونو ډالرو په ارزښت له افغانستان څخه وچ انځير د هند، عربي متحده اماراتو، اروپا او د کاناډا هېوادونو ته صادر شوي دي.
د هرات ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د بڼوالۍ مدير انجنير ادريس زلال وويل چې د روان کال د انځيرو حاصلات پنځه زره ۶۵۲ ټنو ته رسيږي چې په هرات ولايت کې د انځيرو زيات بڼونه د زنده جان، انجيل او ګذرې په ولسواليو کې موقعيت لري .
زلال دغه راز وويل چې انځير د يوې خوږې ميوې په توګه خپل ځاى موندلی دی او په بازارونوکې د انځيرو بيه د نورو ميوو په پرتله لوړه ده .
په همدې حال کې د هرات ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د انځيرو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره هلې ځلې کوي او د انځيرو بڼوالو ته يې زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي .
مينه _ ج _ اکرم