سیاست

ډاکتر احمد مشاهد : خلکو ته دښو خدمتونو وړاندې کول ددولت يو هدف دى .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کميسيون کې مقامات دکاري بهيرونو اسانه کول دښې حکومتوالۍ په مقصد ددولت  يو اساسي هدف بولي او تينګار کوي چې دکاري بهيرونو اسانه کول داداري فساد په کمښت  او دخدمتونو دوړاندې کولو دبهير په ګړندي کولو کې اغيزمن دي .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې  دښار جوړولو دچارو وزارت  دشپږو پيشنهادي  بهيرونو دهمکارۍ دموافقه ليک او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون او دښارجوړولو دچارو وزارت ترمنځ  داسانه کولو ددريو بهيرونو  دتطبيق  دموافقه ليک  دلاسليک کولو په مقصد جوړه  شوه داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاهد  دکاري بهيرونو اسانول داداري فساد  دکمښت سبب وبلل او ويې ويل  له خلکو نه دښو خدمتونو وړاندې کول ددولت يو هدف دى .
داداري اصلاحاتو سرپرست  په تيرو وختونو کې ځينې اوږد مهال پروګرامونه ، په ادارو کې داداري فساد دکمښت اويا له منځه تللو دزمينې برابروونکي وبلل او ويې ويل  ( دکاري بهيرونو داسانولو په تطبيق سره ) په ملکي بنسټونو کې اداري فساد کمښت مومي )
  ډاکتر احمد مشاهد دښار جوړولو دچارو وزارت له مسوولينو څخه وغوښتل چې ددريو بهيرونو دتطبيق په برخه کې  پاملرنه وکړي او زياته يې کړه او ويې ويل موږ بايد ددولت هدفونو ته درسيدو په خاطر په ژمنې سره حرکت وکړو .
مشاهد وويل چې کميسيون دملکي ادارو  له مسلکي تجربو او له نړيوالې تجربې څخه په استفادې سره داسانو او چټکو خدمتونو  دوړاندې کولو په لاره کې دملکي بنسټونو تر څنګ ولاړ دى .
  وروسته دښار جوړولو دچارووزير سيد سعادت منصور  نادري دعامې ادارې  داصلاح په برخه کې يو اغيزمن کار ، دکاري بهيرونو  اسانه کول  وبلل او ويې ويل  دکاري بهيرونو اسانه کول دهيواد دملکي  اداري يوه اړتيا ده   .
دښار جوړولو دچارو وزير داسانولو  ددريو بهيرونو دتطبيق  خبر ورکړ او ويې ويل  موږ ژمنه  کوو  شپږ نور بهيرونه  چې  داداري  فساد په کمښت کې اغيزمن دى  داداري اصلاحاتو په همکارۍ اسانه کړو .
  سيد سعادت منصور نادري ژمنه وکړه  چې دبهيرونو په تطبيق سره  زموږ دادارې  مراجعين له لالهاندۍ  څخه وژغورل شي .
  ديادونې وړده چې  دښارونو دغير پلاني ساحو دښه والي  دپلان دطرحې بهير ، ددولتي ساختمانونو دڅارنې بهير ، داستوګنې دشخصي او تجارتي ودانيودڅارنې بهير ، ددولتي ودانيو  دڅارنې بهير ، دخصوصي ساختمانونو  دڅارنې بهير او دښاري ساحو دتعديل بهير په هغو بهيرونو کې شامل دي  چې له دې وروسته  اسانه کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته