کابل/ د غبرګولي ۲۷ مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې غلام صدیق مخترع د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ښاغلي غلام صدیق مخترع د نوښتګر او مخترع انسان په توګه د هیواد له ابادۍ، پرمختګ او د تخنیکي اسانتیاوو برابرولو له پلوه خپلو هیوادوالو ته د زیات خدمت مینه او هیله لرله. د هیواد او ولس دغه خواخوږي ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.
د مرحوم مخترع کورنۍ، دوستانو، هیوادوالو او په ځانګړي ډول د میدان وردګ ولایت خلکو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم .
2 د یوې دقیقې څخه لږ