کابل باختر د ثور لسمه :
په هرات ولايت کې جګپوړي امنيتي مسوولين دياغيانو دځپلو په کار کې دملي وحدت دحکومت دمشرانو دلارښوونو عملي کولو ته چمتو دى .
دغومسوولينو دويديو کنفرانس له لارې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دعالي مقام او داجراييه رياست لارښوونې واوريدې او ډاډ يې ورکړ چې دهېواد ددښمنانو ځپلو ته چمتو دى .
په دې ترڅ کې دهېواد دبيلابيلو ولايتونو دولايتي شوراګانوغړو دامنيتي ځواکونودميړانې له امله مننه وکړه .
په دې ويديو کنفرانس کې دلويديځې حوزې ستونزې او چلنجونه هم دملي وحدت دحکومت له مشرانو سره طرحه شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ