امنیت

په هلمند کې دچاڼيزوعملياتو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دهلمند ولايت  دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دهلمند ولايت  دامنيه قوماندانۍ وياند  ضيا دراني  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دامنيتي ځواکونو له خوا دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ  دخوشحال کلي  په مربوطاتو کې  ترسره شول  چې له امله يې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه عمليات دوسله والو مخالفينو له شتون څخه  دسيمې دپاکولو په موخه  ترسره شول  چې  امنيتي ځواکونه  په دې بريالى شول  چې ساحه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي  اوطالبان  لوړو سيمو ته  وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته