امنیت

دهرات والي : دتروريستي بيريدونو عاملين دخلکو په همکارى ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
دهرات والي  ډاډ ورکوي  چې امنيتي او اطلاعاتي ځواکونو  دخلکو په نږدې همکاري به  دتروريستي بريدونو دعاملينو دنيولو په خاطر  جدي هلې ځلې وکړي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي دهرات  ښار ديوشمير اوسيدونکو په غوڼډه کې  چې دشيخ محمد جعفر توکلي  دشهادت  په اعتراض کې  چې د ولايت  دمقام په وړاندې راټول شوي و ،  دهرات له خلکو سره  د خواخوږى او ډاډګيرنې دڅرګندولو په ترڅ کې  پيچلي تروريستي بريدونه  او دهېواد په ټولو ولايتونو کې  دديني عالمانوپه وړاندې بريدونه ددښمنانو کار وباله او ټينګار يې وکړ چې دشهيد توکلي  دترور پيښه به  داطلاعاتي او استخباراتي برخو  دکارکوونکو د ماهرانو دټيم تر نظر لاندې وڅيړل شي .
  دغه لوړ رتبه دولتي مقام دغه راز دهرات له خلکو څخه وغوښتل  چې دتروريستي پيښو په اړوند خپل هر راز اطلاعات او معلومات له امنيتي ځواکونو سره شريک کړي . چې له هغو څخه دتروريستي بريدونو  دعاملينو دپيژندلو او نيولو په لاره کې  استفاده وشي .
  داپه داسې حال کې ده   چې دهرات ولايت يوزيات شمير خلک نن  دولايت دودانۍ په وړاندې راټول شول او دشهيد توکلي او دروحانيت دټولنې دنورو شهيدانو دعاملينو دپيژندولو او نيولو غوښتنه يې وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته