کابل باختر د وږي دريمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه په کاپيسا ولايت کې ديوه جومات په ملا امام دده کور په وړاندې ډزې وکړې او ويې واژه .
دکاپيسا ولايت دکوهستان ددويمې برخې دولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالعظيم کوهستاني د باختراژانس خبريال ته وويل ددغې ولسوالۍ دقلعه ريګي دجومات ملا امام محمد صديق دماخستن دلمانځه له اداکولو وروسته خپل کور ته روان و ، لومړى دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووهل شو او ډبول شو او وروسته په ډزو سره ووژل شو .
دپيښې په اړوند دپوليسو پلټنې او تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ