کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د هرات امنیتي چارواکي د دغه ولایت په مرکز کې د مهماتو او نظامي تجهيزاتو د يوې لویې زېرمې د کشف خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیتي چارواکو په وینا، د هرات ولايت د څوارلسمې امنيتي حوزې پوليسو د يو لړ کشفي او او پراتیفی عملياتو په بهير کې د مهماتو او نظامي تجهيزاتو یوه لویه زېرمه کشف کړي ده.
د چارواکو په خبره په زېرمه کې ۱۱۳ د پرسونل ضد ماینونه، ۳ د ټانګ ضد ماینونه یو زیکویک، ۲ هاوان، یوه داشکه، یو توغندی، ۲۰ د هشتادو دو مرمۍ، ۳ د راکټ مرمۍ، په زیاته اندازه اګایس مرمۍ، په ډېره اندازه بارود او چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.
مسوولینو تر دې دمه د یادو مهماتو او نظامي تجهيزاتو په تړاو د کوم چا د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.