کابل باختر د مرغومې ۱۸ مه
بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت د شېرزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو یو کارخانه په نښه کړې، چې په ترڅ کې یې ۹۰۷ کیلو ګرامه چرس هم له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه نن سهار باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کارخانه چې د وسله والو مهمه مالي سرچینه ګڼل کېده په کې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال