ورزش

د هېواد دکرکټ ملي ټيم دعربي متحده اماراتو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
دهېواد  د  ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم  دعربي متحده اماراتو د ١٩کلنو ځوانانو  دملي ټيم په وړاندې په برياليتوب سره ددغو سياليو  نيمه وروستي پړاو ته لاره وموندله .
دغه لوبه دباران داورښت په علت ٢٠ آورونو ته  ټيټه شوه او دهېواد دکرکټ
ملي ټيم وکولاى شول دخپلو دريو تنو لوبغاړوپه له لاسه ورکولوسره  ٢٢٥ امتيازونه ترلاسه کړي ، خو دعربي متحده اماراتو ټيم د ٩ لوبغاړو په له لاسه ورکولوسره يوازې ٩٠ امتيازونه ترلاسه کړل.
ددغوسياليو په وروستي نيمايي پړاو کې چې رارواني جمعې په ورځ ترسره کيږي افغانستان له نيپال سره او پاکستان له بنګله ديش  سره سيالي کوي.
پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته