ټولنه

د افغانستان د عالمانو سر اسري شورا د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پېغام!

کابل/ د تلې٢٧مه /باختر
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، د دین او وطن د ښمنانو یو ځل بیا نه
بښونکی جنایت ترسره کړ پرون د هسکې مېنې وسلوالۍ د جو درې کلي په جامع جومات کې په داسې حال کې چې یو شمېر لمونځ کوونکې د جمعی د لمانځه د ادا کولو په خاطر جومات ته راغلی وو، دا سلام د دښمنانو له خوا پری وحشیانه انتحاری حمله
وشوه چې په نتیجه کې زموږ په لسګونه لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان کړل.
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری دغه وحشیانه حمله په سختو ټکو غندي او په جوماتونو باندې بریدونه غیر اسلامي او غیر انساني عمل بولي، شوری د لوی خدای
( ج) له دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي او په امنیتي ارګانونو غږ کوي چې، ددې پېښې عاملین ډېرژر پېدا او د قانون منګولو ته وسپاري.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته