کابل باختر د کب څوارلسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې پرون دملي اردو او دامنيتي ځواکونو دګډو پوځي عملياتو په بهير کې يوشمير وسله وال مخالفين ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه عمليات دهېوادوالودسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ترسره شول چې له امله يې دننګرهار ، هلمند ، روزګان ، کندز او غزني دولايتونو په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو سرګروپانو په ګډون پنځه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول . دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسله او مهمات هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلل او په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
0 1 دقیقه لوستل