ټولنه

په ننگرهارکې د هندوانو د ویساک ورځ نمانځل کیږي

کابل_باختر د وري د مياشتې ١٨ مه
په ننګرهار ولایت کې د هندوانو مذهبي ورځ ویساک دا ځل په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کیږي .
په دغه ولایت کې د هندوانو کلانتر میرسنګهـ خوږیاڼي د ننګرهار له والي سره په دې کتنه کې وویل: دغه مراسم چې د روانې میاشتې په درویشتمه نیټه پیلیږي پکې به د ټول هېواد په کچه هندوان او نورمیلمانه ګډون وکړي.
دوی د دغه ناستې په ترڅ کې د ننګرهار له والي څخه په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د هندوانو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د مذهبي مراسمو د پرځاى کولو په موخه به هر ډول تدبیرونه ونیسي او په همدې موخه یې له دوی سره نغدي مرسته هم وکړه .
ده همدا راز د ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ته هم لارښوونه وکړه،چې هندوانو د مذهبې ورځې ویساک په نمانځلو کې له دوی سره په هره برخه کې همکاري وکړي .
ده د دغې ناستې په ترڅ کې له هندوانو څخه مننه وکړه،چې د کرکټ لوبغاړو د ستایلو په مراسمو کې له دوی سره یو ځای هلي ځلي وکړې او د یو افغانستان په نوم یې خپل لوبغاړي ونازول .
ټاکل شوې د هندوانو مذهبي مراسم د وري په درویشتمه پیل او درې ورځې لپاره دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته