کابل/ د غبرګولي ۲٣ مه / باختر
د بلخ پوليسو پرون څلور کسان په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک ونيول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د نهمې امنيتې حوزې منسوبينو دغه څلور تنه د وسله والو غلاوو او د خلکو د ځورونې په تړاو د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه نيولي دي.
هغه زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې او دوه بې سنده موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ