ښوونه او روزنه

د پوهنې وزیر ته د سرو زرو مډال ورکړ شو

 کابل  باختر دکب دمياشتې ١٥ :
د پوهنې برخې ته د ښو خدمتونو، ښې پلانګذارۍ، ښه مدیریت او پیاوړي شخصیت له امله د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ ته د سرو زرو مډال ورکړ شو.
دپوهنې وزارت دخپرونو او اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
دغه مډال په کابل کې د دوو علمي او کلتوري   ادارو ژوند   ګروپ آف
کمپنیز او ګرین موشن له خوا د کار سړي په نامه پروګرام کې ورکړ شو.
د ژوند ګروپ آف کمپنیز مشر دغه  مډال د هغو چارواکو لپاره د تشویق او ستاینې یوه وسیله وبلله، چې د هیواد لپاره بنسټیز کارونه کوي او په خپلو چارو او مسوولیتونو کې ښه ځلېدلي دي.
د پوهنې وزیر فاروق وردګ د پروګرام له جوړوونکو مننه وکړه، چې دپوهنې په برخه کې د شویوکارونو ستاینه او قدردانی یې وکړه.
هغه ټینګار وکړ، چې معارف ته به نه ستړې کېدونکې توګه دغه هلې ځلې جاري ساتي .
ده وویل: "  دغه  مډال زما پر اوږو یو بل داسې دروند پېټی دی، چې تر پخوا ډېر رانه د پوهنې په برخه کې د کارونو او خدماتو غوښتنه کوي. ددې پېټي د ځای ته رسولو په موخه به شپه او ورځ کار کوم او خپل هیواد به د علم په ډګر کې د سیالانو سیال جوړوم."
د یادونې وړ ده، چې ژوند ګروپ آف کمپنیز او ګرین موشن ادارې هر کال د کار سړي په نامه مډالونه هغو هیوادوالو او چارواکو ته ورکوي، چې په خپلو کاري برخو کې یې سترې او مهمې لاسته راوړنې  ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته