اقتصاد

دغنمو دويشلو پروګرام پيل شو.

کابل باختر د وري  پنځلسمه

  په هلمند ولايت کي نن په بي وزلوکورنيو دغنمو دويشلو پروګرام پيل شو .

 دهلمند ولايت دکرني  او اوبو لګولو  رييس انجنير عبدالله احمدزي باختر اژانس ته وويل په دي پروګرام کي دهلمند ولايت په مرکز اوپنځو ولسواليو  کي به پنځه ديرشو زرو بي وزلو کورنيو  غنم ويشل کيږي .

 دده دڅرګندونو  له مخي په پنځه زره کوچي کورنيو هم په دغو ولسوالي دغنمو دويشلو پروګرام پيل  شوي دي .

 خبرځاي زياته کړه دد ه پروګرام په چوکات کي  په هري کورني په مياشت کي  سل کيلوګرامه غنم  ويشل کيږي .

 ده زياته کړه دغه مرستي  دکرني او اوبو لګولو  وزارت له خوا برابري شوي او په پام کي  ده چي په نږدي راتلونکي کي  په نورو ولسواليو کي په شلوزرو کورنيو غنم وويشل شي .

 داپه داسي حال کي ده چي پخوا هم دهلمند په مرکز او يوولسو  ولسواليو کي په دوه څلويښتو زرو بزګرانو  دکرني اصلاح شوي تخمونه  ويشل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته