امنیت

په ننګرهارکې د ډار اچوونکو د چاوديدونکو توکو د ډيپو کشف

کابل باختر دغويي دمياشتې ٣ :
په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د چاوديدونکو توکو يوه ډيپوکشف شوه.
دغه ډيپو تېره شپه د دُر بابا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې څلويښت انډيه چاوديدونکي توکي او د هغو  چوونکي مزي ترلاس شوي دي.
ده وويل چې ډار اچوونکوله دغو توکو څخه د خپلو ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو لپاره استفاده کوله .
خوږياڼى وايي چې دغه ډيپو د دُربابا ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف شوې ده او په اړوند يې يو تن نيول شوى دى .
طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه واردوي او له هغوڅخه بمونه، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي او په افغانستان کې په ډار اچوونکو  بريدونوکې يې کاروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته