امنیت

د ګواشتې لارې د خلاصون په موخه لوړ پوړي امنیتي پلاوي پکتیکا ته سفر وکړ

ښرنه باختر د لیندۍ ۱۲ مه
د لوی درستیز لومړي مرستيال ډګر جنرال عبدالحمید حمیدي په مشرۍ یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي پکتیکا ته سفر وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه پلاوی د جمهور رېیس محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د پکتیکا ولایت د ګواشتې لارې د خلاصون په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د پکتیکا د دریو ولسوالیو وازیخوا، تروې او وړممۍ عمومي لاره چې له تېرو شاوخوا اتو کالونو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله بنده ده، اوس یې د همېشني خلاصون او امن کولو لپاره منظم پلان جوړ شو.
امنیتي پلاوي د ګواشتې لارې د خلاصون پر وړاندې پرتې ستونزې و ارزولې او دغه راز یې د لارې د خلاصون وخت، امکانات او مسوولین هم وټاکل.
دوی وویل چې ډېر ژر به د دغې لارې د خلاصون په موخه خپل پلان عملي کړي چې په ترڅ کې به يې د ګواشتې لاره د تل لپاره امن او خلاصه شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته