امنیت

يوځانمرګى بريدکوونکى ووژل شول او تن بل بريدکوونکى ونيول شو

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٢ :
يوځانمرګى بريدکوونکى نن سهار په زابل ولايت کې دسرحدي پوليسو له خوا ووژل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه سړى چې غوښتل د زابل ولايت په شملزايي ولسوالۍکې دسرحدي پوليسودځواکونو قرارګاه په چاوديدونکو توکوبار له يو موټر سايکل څخه په استفادې سره هدف وګرځوي، هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل شو او په ډزو سره ووژل  شو او يو بل ځانمرګى بريدکوونکي چې له ده سره مرسته کوله؛ دسرحدي ځواکونو له خوا په چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ او يو ريموټ کنترول سره ونيول شو او پوښتنې ورڅخه دوام لري .
ديادونې وړ ده چې په  دې پيښه کې هيچا ته زيانه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته