امنیت

په پکتيکا کې له لسګونو بې وزلو کورنيو سره مرسته

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
په پکتيکا ولايت کې له لسګونو بې وزلوکورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه توکي دپکتيکا ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې له خوا په هغو کورنيو وويشل شول چې د سروې په بهيرکې بې وزلي او اړ وپيژندل شول .
د پکتيکا ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې يوه مسوول دباخترآژنس خبريال ته وويل: هڅه او هاند کيږي چې د روژې د مبارکې مياشتې په بهيرکې په زرګونو نورو بې ايه شويو او بې وزلو کسانو خوراکي توکي برابر او وويشل شي .
په دې پړاوکې د وريجي،  اوړو، غوړيو، لوبيا او نخودو په ګډون په لسګونو کورنيو خوراکي توکي ويشل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته