نړۍ

دپاکستان دبلوچستان ايالت امنيتي ځواکونو دناټو په کانتينر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو دبريد خبر ورکړى دى.

کويټه ډي ډان  باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
دپاکستان دبلوچستان ايالت  امنيتي ځواکونو دناټو په کانتينر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو  دبريد خبر ورکړى دى.
باخترآژانس دډي ډان ورځپاڼي  له خولې خبر ورکړ :
دغه بريد پرون ناوخته ترسره شو او وسله والو موټر سايکل سپرو دبلوچستان ايالت دمستونګ په ناحيه کې دناټو په کانتينر ډزې وکړي.
دده بريد ټپيان  دموټر چلوونکي او دهغه ملګري وو، او تراوسه پورې ددغه بريد
مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى .
ديادونې وړ ده چې پاکستاني طالب مليشې له شپږو کلونورا په  دې خوا په افغانستان  کې د بهرنيو ځواکونو  لپاره د ناټو دتړون په تدارکاتي کاروانونو بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته