سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چاروله مرستیال وزیر سره وکتل

کابل باختر دسلواغې ١١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازديګر د امریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چاروله مرستیال وزیر جان سولیوان سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د امریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان حکومت او خلکو ته د وروستیو تروریستي پیښو په خاطر د خپل هېواد د حکومت او خلکو غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه ويې ویل، ترورویزم د بشریت دښمن دی او له دې پدېدې سره د افغانستان صادقانه مبارزه د ستایلو وړ ده.
جمهوررئیس غني د امریکا دمتحده ایالاتو د حکومت او خلکو له خواخوږۍ څخه قدرداني وکړه ويې ویل، په دې حساسو شېبو کې ستاسې راتګ زموږ لپاره ارزښتمن دی.
دواړو لورو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتوالۍ، له سیمه ییز تروریزم سره د مبارزې او د ولسې جرګې او جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني او د امریکادمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د افغانستان او امریکا دمتحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو تړون په تطبیق کې پرمختګونه ارزښتناک وبلل او د دې میثاق د اجراکېدو په برخه کې یې د ګډې کمېټې کار وستایه.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې په دې کتنه کې حضور درلود، جان سولیوان او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په حساسو شېبو کې د ده دا سفر وستایه. هغه له افغانستان سره د امریکا دمتحده ایالاتو د دوامدارې همکارۍ قدرداني هم وکړه. #پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته