کابل باختر د مرغومي شپږمه :
د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د ځينو ساحو اوسيدونکي په اړوندو ساحوکې د لازم امنيت د نشتوالي له پلوه سرټکوي.
دوى نا امنۍ د روغتيايي خدمتونو د ترلاسه کولوپه کارکې د سترې ستونزې په ټوګه وبللې او په دولت يې د دغو ساحو د امنيتي چارو د تامينولو په کارکې د بې پروايى تور ولګاوه .
د کرو ،خواجه زي، زاروغه او دبچرغا دکليو اوسيدونکي په اړوندوساحوکې دغير مسوولو وسله والوکسانو او د طالبانو د ډلو فعاليت په ماشومانو د پوليو واکسين د پروګرامونودنه تطبيق او د اميدوارو ښځو او ماشومانو د روغتيايي څارنو د نه تطبيق سبب بولي .
په بغلان ولايت کې د آغاخان د بنسټ د روغتيايي برخې مسوول ډاکترمحمد سليم نيکپي دغه ساحې ډيرې زيانمنوونکي ساحې په تېره بيا د ښځو او ماشومانو لپاره ډيرې زيانمنوونکي ساحې وبللې او ويې ويل چې د دغو سيمو خلک له زياتو روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي په دغو کليوکې د ناامنيودشتون دتائيدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: زموږ د انديښنې سبب د انتخاباتو په بهيرکې د خلکونه ګډون هم دى او په دغه بهيرکې خلکو د ګډون لپاره د امنيت تامينول هم ډير ضروري دى.
د باخترآژانس سيمه ئيز خبريال له پرله پسې هڅو سره سره ونه کړاى شو چې دبغلان ولايت د امنيه قوماندان او د امنيت د آمر نظر ترلاسه کړي .
0 1 دقیقه لوستل