ټولنه

په لغمان کې د نږدې اتلس نیمو میلیونو افغانیو په ارزښت جنګ ځپلو ته د عمومي طبي خدمتونو رسولو نوې پروژه پیل شوه

کابل/ باختر د وږي ۹مه
جنګ ځپلو ته د عمومي طبي خدمتونو رسولو دغه پروژه چې د یو ان اوچا ( UN OCHA ) په مالي لګښت د ۱۲ میاشتو لپاره تمویلیږي د مهترلام ولایتي روغتون سربېره به په الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې جنګ ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات رسوي.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په لغمان کې د همدې پروژې د استازي ډاکتر وسیع الله په وینا شپږ تنه نرسان او په مرکز مهترلام، الیشنګ او الینګار کې به د دوی درې امبولانسونه جنګ ځپلو سره د بېړنۍ مرستې او لومړنیو طبي خدماتو د رسولو په برخه کې د عامې روغتیا د روغتون له پرسونل سره یو ځای اوږه په اوږه کار کوي او د دې تر څنګ به په نېږدې راتلونکي کې د مهترلام په ولایتي روغتونو کې یو څلور اطاقه ایمرجنسي وارډ هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
ډاکتر وسیع الله زیاته کړه چې په راتلونکي کې به له اړتیا سره سم د دغې پروژې وخت نور هم غځېږي. نوموړي ولایت مقام ته د خپلې ادارې په استازيتوب ډاډ ورکړ چې په پوره ژمنتیا او صداقت سره به په دغه لاره کې د خپلو خلکو خدمت کوي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یو ان اوچا له دغې سترې مرستې د مننې تر څنګ زیاته کړه چې یادې ادارې تل د بشري مرستو د همغږۍ او رسولو په برخه کې پراخ کار او هلې ځلې کړي دي، چې دغه يې یوه ښه بېلګه په ګوته کولی شو.
ښاغلي نعیمي روغتیايي خدماتو ته د هر وګړي لاس رسی د هغوی مسلم حق وګڼه او زیاته یې کړه ولایتي اداره به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي چې خپلو ولسونو ته میعاري روغتیايي خدمات ورسوي.
د لغمان والي په دې ولایت کې د نفوسو تراکم ته په کتو د خلکو سره په نورو مرستو کولو سربېره په روغتیايي برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو ځانګړې پاملرنه ډېره اړینه وبلله او تمه یې ښکاره کړه چې یادې ادارې به لغمان ولایت ته په خپل لومړیتوب کې ځای ورکوي.
د پروګرام په پای کې هغه امبولانسونه چې په دې پروژه کې به ترې ګټه اخیستل کېږي، د پټۍ له پرېکولو وروسته په رسمي د خدماتو د رسولو په موخه خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته