امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله دڅوارلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دليندي  يو ويشتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه تيره شپه  دلښکرګاه ښار ته څيرمه  هغه وخت ونښته چې  يوې ډلې طالبانو  دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان  بريدو وکړ .
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  څوارلس تنه وسله  وال طالبان وژل شوي  دي .
   ويل کيږي  چې په دې نښته کې  پوځيانو  او دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى  رسيدلى . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  دهلمند ولايت په مرکز  لښکرګاه ښار کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو  د څلورو ډيپوګانو  په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يوه امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز ويل کيږي چې امنيتي  مامورانو  نن سهار  دهلمند ولايت  په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې  اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته