ټولنه

تبصره

کابل/ باختر/ د زمري ۲۳ مه
د نېکمرغه لوى اختر د امنيت د تامين په کارکې د هېواد د دفاعي امنيتي ځواکونو کړه وړه او هڅې د پاملرنې او ستاينې وړ دي او هغوى يوځل بيا ثابته کړه چې د ملي او انساني ارزښتونو پر دفاع ژمن دي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
ملي او مذهبي ورځې تل له امنيتي ننګونو سره مخ دي. ډار اچوونکو تل هلې ځلې کړې دي چې په ملي او مذهبي ورځوکې په هېواد کې امنيت له ننګونې سره مخ کړي، ډېر ناوړه عملونه ترسره کوي او هڅه کوي چې د نظام په نسبت د خلکو اعتماد او باور کم کړي او د ځان لپاره د تبليغ زمينه مساعده کړي.
سره له دې چې د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله په خپل اختري پيغام کې چې د يوه غير رسمي اوربند په توګه تعبير شو؛ خپلو افرادو ته سپارښتنه کړې وه چې د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې دې د خلکو خوشحالۍ، خدمت او مصوونيت ته په بشپړه توګه متوجه واوسي او د خپلو هېوادوالو د خوشحالۍ او آرامۍ لپاره ټول لازم کارونه ترسره کړي. خو د کشفي او امنيتي ځواکونو له لوري د ١٣ ډار اچوونکو او ورانکارو توطيو شنډولو وښودله چې طالبان د خلکو د ژوندانه په وړاندې کومه ژمنه نه لري او هره ګړۍ د امتياز د ترلاسه کولو او د يوې نوې ماجرا د پيدا کولو لپاره د فرصت په لټه کې دي.
د دغه شان ماجرا غوښتنو په شتون کې نه شو کولاى د طالبانو ډلې د مشر خبرې جدي وبولو. خو په ډاډ سره کولاى شو ووايو چې د نېکمرغه لوى اختر په ورځو کې ښيي آرامۍ د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو د اخلالوونکو پروګرامونو د شنډولو پايله ده.
د کورنيو چارو په وزارت پورې اړونده سرچينې وايي: دښمن د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې تل هلې ځلې وکړې چې د افغانستان د خلکو او د افغان امنيتي ځواکونو پرخلاف بريدونه ولري.
د نېکمرغه لوى اختر په ورځوکې ١٣ ګواښونه د کابل ښار او د افغانستان د ولايتونو خلکو ته متوجه وو چې ټول يې شنډ کړى شوي دي. دا ثابتوي چې د طالبانو ډلې د مشر خبرې يواځې يو تبليغاتي حرکت و، په داسې حال کې چې طالبانو دغه راز هدف درلود چې د خلکو پر ګټو بريدونه وکړي او په دې لاره کې له هر امکان او هلوځلو څخه ګټه اخلي، خو د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو هڅو او درايت د دې اجازه ورنه کړه چې ډار اچوونکي خپلو موخو ته ورسېږي.
افغانستان په امنيتي لحاظ په نه تعريف شوي او نامشخص حالت کې دى او په دغه هېواد کې امنيتي ګواښونه بېلابېل عوامل او بڼې لري.
طالبان او داعش په افغانستان کې د امنيت اصلي ګډوډونکي دي. سربېره پر دې څه د پاسه ٢٠ تروريستي ډلې هم د دولت په وړاندې جګړه کوي او د قدرت د ښودلو او د دولت د کمزوري کولو لپاره د امنيتي ځواکونو او دولتي او نا دولتي بنسټونو پرخلاف په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي او غواړي چې دولت له ننګونو سره مخ کړي او خپلې تبليغاتي او رواني جګړې ژوندۍ وساتي. خو زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په ظرفيت جوړونې او له خلکو سره د خپلو اړيکو په پراخولو سره په هېواد کې د نا امنۍ او جګړې د عواملو په وړاندې ولاړ دي او بريالي هم دي.
دلته د خلکو رول او همکاري يو محوري بحث دى، دا د خلکو همکاري وه چې د امنيتي ځواکونو برياليتوب يې رامنځته کړى دى. د خلکو همکاري وه چې امنيتي ځواکونو په کابل کې د داعش په څو مرکزونو لاسرسي پيدا کړ، دا د خلکو همکاري ده چې هره ورځ د ډار اچوونکي او د هېواد د دښمنانو بې شمېره دسيسې په اوبو لاهو کېږي.
لازمه ده چې د امنيتي بنسټونو مسوولين پر داسې پروګرام او چلند تمرکز وکړي چې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو اړيکې او تماسونه لا زيات پراخ شي.
زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړې ده چې ملي او وګړني دي او د عامه ګټو  د تامين لپاره کار او مبارزه کوي، د هغوى کړنې هېڅکله له مخالفو وسله والو ډلو سره د پرتلې وړ نه دي.
دغه ځواکونه د خلکو له متن څخه راپاڅيدلي دي او د خلکو او ملي ګټو لپاره کار اومبارزه کوي. په داسې حال کې چې مقابل لوري د پرديو د ګټو لپاره په يوه نيابتي جګړه کې خپل هېواد ويجاړوي او خپل خلک ژني، د دغو دواړو ترمنځ زيات توپير شته.
زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه يو ملي ارزښت او يوه وګړني لاس ته راوړنه ده چې بايد د هغوى زيات ملاتړ وشي.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته