ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شوری د خواخوږۍ پيغام!

کابل باختر د غويي دمياشتې ١٧ مه
په ژورې خواشینۍ سره چې، ظالم دښمن یو ځل بیا د بېګناه او مسلمانو افغانانو وینې وبهولې او د خوست ښار د یعقوبیو هډې د جومات مخې ته یې په داسې حال کې چې مسلمانان د لمانځه د ادا کولو وروسته را وتل په حمله لاس پورې کړ او زموږ پنځوس تنه ملکې هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.
انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری دغه حمله په کلکو ټکو غندي او په جوماتونو او لمونځ کوونکو باندې حمله د اسلامي او انساني موازینو خلاف عمل بولي.
دښمنان باید په دې وپوهېږي چې، د داسې اعمالو په ترسره کولو سره د افغان مسلمان ملت په کلکه اراده کې چې غواړي د نوم لیکنې او انتخاباتو ملي پروسه په کامیابۍ سرته ورسوي، هېڅ ډول منفي اثر نلري؛ بلکې تاوان به یې یواځې دښمنانو ته وي، چې د الهي غضب اوله هغوی څخه د ملت د کرکې او نفرت لامل به و ګرځي.
شوری د لوی خدای )ج( له درباره څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سمدستي روغتیا او د هغوی کورنیو، خپلوانو او د خوست مجاهد ولس ته اجر او صبر غواړي، او له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د هېوادوالو د سر او مال د ساتنې په په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي. پاى_ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته