امنیت

د هېواد په ختيځ کې په بهرنيو ډار اچوونکو د پوځيانو مرګانى بريد

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
يوولس تنه بهرني ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې د پوځيانو په بريدکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د نورستان ولايت  د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريدکې ۱۱ تنه پاکستاني طالبان ووژل شوي دي .
  ده وويل: دغه بهرني جګړه ماران نوي د ډيورنډ کرښې له اخوا نورستان ولايت ته راغلي وو چې د دوى د سپرلۍ په کاروان د پوځيانو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي د پوځيانو په دې بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.  
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار د نورستان ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل.
تراوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى، خو يوشمېر امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د هغو عاملين بولي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته