ټولنه

په شبرغان کې بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
په جوزجان کې ٤٠٠ بېځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه.
د جوزجان ولايت مرستيال باختر آژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د جوزجان له ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو څخه د وروستيو جګړو له امله په شبرغان ښارکې ځاى پرځاى شوې دي او د ګډوالو چارو وزارت پر هرې کورنۍ ١٢٠٠٠ افغانۍ او يوه  اندازه خوراکي توکي ووېشل.
هغه زياته کړه: له بېځايه شويو کسانو سره مرسته د دولت له کاري لومړيتوبونو څخه ده چې په ټاکلي وخت د هغوى ستونزو ته رسيدګي وشي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته