امنیت

په نورستان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
په نورستان ولايت کې  دنويو نښتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى .
  دغه جګړې  په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دنورستان ولايت دکامديش او برګ مټال دولسواليو په مربوطاتو او ددغه ولايت دمرکز پارون ښار بازار ته څيرمه  ونښتې .
لومړى جګړه تيره شپه دډيورند  کرښې ته څيرمه په کامديش  ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانودډيورند له کرښې  څخه په رااوښتو سره غوښتل په نورستان کې ځاى پرځاى شي .
دافغانستان په  ختيځ کې  دپوليسو دغه  جګپوړي قوماندان د  باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دنورستان ولايت دمرکز پارون ښار ته څيرمه په يوه بله  نښته کې  درې تنه يرغلګر ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته