نړۍ

د ايټاليا له اوبو څخه د ٨٠٠ تنو مهاجرينو ژغورنه

روم – دويچه وله  – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
څه ناڅه ٨٠٠ تنه مهاجرين د پنجشنبې په ورځ د ايټاليا د سيسلي ټاپو له سواحلو څخه وژغورل شول.
د ايټاليا د ساحلي ګارد او د ملګرو ملتو د مهاجرينو د سازمان د څرګندونو له مخې: ١٥٠ تنه ژغورل شوي کسان د سوريې اتباع دي .
په روان ميلادي کال کې دا د سوريې ډير شمېر مهاجرين دي چې ايټاليا ته رسيدلي دي. دغه کوچنۍ ډله سوريايان له هغه وروسته چې د بالکان او د اژه سمندرګي لاره وتړل شوه؛ د افريقا له شمال څخه يې په کوچنيو بيړيوکې ځانونه ايټاليا ته رسولي دي.
د هغه موافقه ليک له مخې چې د ترکيې او د اروپا د اتحاديې ترمنځ لاسليک شوى دى؛ هر مهاجر چې په کوچنۍ بيړۍ کې ځان يونان ته ورسوي؛ بېرته ترکيې ته ليږدول کيږي .
د مهاجرت د نړيوال سازمان وياند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دا کومه نوې مسئله نه ده.
ده وويل چې د روان کال په بهيرکې د يو ديرشو زرو تنو مهاجرينو له جملې څخه چې ايټاليا رسيدلي دي؛ يواځې ٢٦ تنه يې سوري اتباع دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته