کابل، د غبرګولي ۲۴ مه، باختر
د روزګان ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت طبي او غیر طبي تجهیزات وپېرل شول.
دغه طبي او غیر طبي تجهیزات، Move موسسې پېرلي، چې ټولو روغتیایې مرکزونو ته به ولیږل شي.
د روزګان مرستیال والي حاجي مزمل د روغتیا په برخه کې ورته مرستي ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې دغه ډول مرستې دوامداره شي.
س.صدیقي