سیاست

دولسي تړون پروګرام پرانستل شو .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دولسي تړون ملي پروګرام په سمنګانو کې پرانستل شو او په فعاليت يې پيل وکړ .
دغه پروګرام نن دولايت دکنفرانسونو په تالار کې  پرانستل شو .
دسمنګانو ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير عبدالرب حکيمي باختراژانس ته وويل دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ ، حضرت سلطان او روي دواب په ولسواليو کې  دولسي تړون ملي پروګرام تطبيق پيل شو او ټاکل شوې ده تر راتلونکو لسو کلونوکې خلکو ته عامه خدمتونه ترسره کړي .
حکيمي زياته کړه ددغه پروګرام په هدفونوکې له حکومت سره دخلکو د اړيکو ښه والي ، داساسي خدمتونو تامينول ، په ټولنه کې د بي وزلۍ کمښت ، دکليو  سيمو اوښارونو ترمنځ له يو والي سره مرسته او دکليو دشوراګانو په مشرۍ دپرمختيايي فعاليتونو ترسره کول  شامل دي
ده زياته کړه ددغه پروګرام له لارې په حضرت سلطان ولسوالۍ  کې پنځه پنځوس شوراګانې ، دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې دوه پنځوس  او په روى دواب  ولسوالۍ کې اووه شپيته شوراګانې جوړې شوي دي او ددغوشوراګانو غړو  دخپلو کليو ټولې ستونزې څيړلې او لومړيتوبونه يې په پام کې نيولې دي او دخپلو پروژو وړانديز يې کړي دي .
ده زياته کړه دولسي تړون  پروګرام بين الوزارتي پروګرام دى چې دماليې ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ، کرنې ، پوهنې او دعامې روغتيا وزارتونه او دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره شامله ده او دهغه په تطبيق کې اساسي رول خلک ترسره کوي .
دسمنګانو ولايت مرستيال اوسرپرست ضيا الدين  ضيا وويل که چيرې دغه پروګرام  په راتلونکو لسو کلونوکې دسمنګانو ولايت په ټولو کليو کې تطبيق شي دخلکو اساسي ستونزې  حل کيږي او دخلکو په ژوندانه کې به بنسټيزبدلونونه رامنځته شي   .
خبرځاى زياته کړه دملي پيوستون دپروګرام له لارې  پيشنهادي پروژو ته هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره ځانګړي کيدې  خو په ولسي تړون کې پيسې دپروژې داړتيا له مخې ورکول کيږي .
  ددغو ولسواليو اوسيدونکو په خپلو کليو کې دولسي تړون دپروګرام دپيل هرکلى وکړ او ويې ويل له دې  وروسته  په بيلابيلو برخوکې ددوى ستونزې لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته