کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په آډانه کې د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کندز په مرکز کې ۴،۶ کیلومتره سړک جوړ کړ.
د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک ۵،۳ متره پلنوالی لري چې په کریړي ډول جوړ او ۳۴۵ کورنيو ته یې د تګ راتګ اسانتیا برابره کړه.
په ورته وخت کې د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ اړوند په کوټه غلام رسول سیمه کې هم د یو میلیون افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو دوه زیرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پای/وصال