ټولنه

د خلکو بې غوري د زغم وړ نه ده

کابل / د غويي ٢٠مه / باختر له بده مرغه کرونا ویروس ورځ په ورځ د خپرېدو په حال کې دی. د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه تر هرڅه وړاندې ستره حوصله او زغم غواړي. خلک باید په اوسني خورا کړکېچن حالت کې دا حوصله او زغم ولري، که ویې نه لري او له کرونا ویروس سره بې پروا چلند وکړي، نو پایلې به یې خطرناکې وي. د باختر آژانس مفسر د خلکو بې غوري د زغم وړنه بولي او په دې اړه لیکي: منو چې د قرنطین شرایط سخت دي، په تېره بیا د هغو لپاره چې ثابت عاید نه لري او اړ دي د خپلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ کار وکړي. خو پوښتنه دا ده چې آیا د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په پلمه د قرنطین ماتول یو معقول او منطقي کار دی؟ آیا هغوی چې په دې پلمه قرنطین ماتوي د خپل دغه عمل ټول عواقب او پایلې سنجولی شي؟ آیا دوی پوهېږي چې د قرنطین ماتول کولای شي د ټول ملت روغتیا ته ګواښ پېښ کړي؟ که موږ د خلکو بې غورۍ ته کتنه وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې له بده مرغه یو شمېر بې خبره خلک کرونا ویروس لا هسې ټوکې ګڼي او په اړه یې بې پروا چلند کوي. دغه راز چلند د زغم وړ نه دی او باید پر وړاندې یې کلک غبرګون وښودل شي. دا هم منو چې افغاني ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده او دلته دودونو او رواجونو دومره ژورې ریښې غځولې دي چې په ځینو برخو کې ان د تقدس تر بریده هم رسېدلي دي او له دیني ارزښتونو سره یې جلا کول ګران برېښي. موږ باید د دغو ارزښتونو درناوی وکړو، هغه وپالو او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوو، خو اوسنی حالت ډېر عادي نه دی. اوس د خلکو د ژوند او مرګ موضوع مطرح ده، اوس د ملت د پایښت او بقا خبره مطرح ده. نو په دغه راز شرایطو کې باید موږ د ملت روغتیا ته لومړیتوب ورکړو، خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړو، د خپلې کورنۍ د غړیو او خپلوانو، دوستانو، همکارانو، ګاونډیانو روغتیا ته لومړیتوب ورکړو او د خپل ټولنیز ژوندانه ارزښتونو ته نوې کتنه وکړو او له داسې څه ډډه وکړو چې هغه د کرونا ویروس له خپرېدا سره مرسته کولای شي. خلک دې له یو بل کره له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي، که د کوم ناروغ د پوښتنې موضوع مطرح وي، نو باید په ټلیفون یې پوښتنه وکړي، د خوښۍ پر هراز سترو مراسمو باید بندیز ولګول شي، د لمانځه پر مهال دې هم واټن رعایت شي، په پلورنځیو کې د خوراکي او نورو توکیو د پېرلو پر مهال دې هم ټولنیز واټن رعایت شي. په ښاري ترانسپورټ کې هم باید روغتیایي تدابیر رعایت شي، چې له بده مرغه دا کارنه کېږي. لکه پورته چې وویل شول؛ د ځینو لپاره کرونا لا تر اوسه ټوکې ښکاري، خو موږ حق نه لرو چې دغه راز بې پروا خلکو ته دا فرصت ورکړو چې د ټول ملت روغتیا وګواښي. په اوسنی کړکېچن حالت کې غوڅ چلند ته اړتیا ده. حکومت باید په دې اړه تدابیر ونیسی. مبارکه روژه د دې پلمه کېدای نه شي چې خلک دې قرنطین رعایت نه کړي. هېڅوک دا حق او اجازه باید ونه لري چې په یوه او بله پلمه قرنطین مات کړي او د روغتیایي سپارښتنو له رعایتولو ډډه وکړي. پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته