خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې د مسګرۍ صنعت د له منځه تللو په حال کې دى

۳۱- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په غزني کي مسګران وايي چې په دغه ولايت کې مسګري کسب له څو کلونو راپدېخوا کمرنګه شوی او د له منځه تللو په حال کې دی.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې ؛ په غزني مسګران وايي چې په دغه ولايت کې د مسګرۍ کسب ٢۵٠٠ کلنه سابقه لري او يو وخت له دغه صنعت څخه د کورنيو د لوازمو په جوړولو کې زياته استفاده کېده، په ځانګړي ډول د يوې کورنۍ د پخلنځي ځواب ويونکى و، په غزني کې يې ښه بازار درلود، خو اوس يې نلري. اوس په دغه ښار کې د مسګرۍ د لسګونو دکانونو له جملې څخه يوازې يو دُکان فعال دى چې په کې مسګران دخپل لاس جوړي شوي توليدات په ځانګړي ډيزاينونو سره جوړوي.
يو مسګر حاجي حکيم وايي چې دغه کسب له نيکونو څخه دوى ته په ميراث پاتې دى، اوس دغه صنعت ښه بازار نلري او د مجبورۍ له مخې هغه ته دوام ورکوي.
دغه راز په غزني ښارکې د دغو لاسي صنايعو پلورنکي شکایت لري او وايي چې اوس يوازې بهرني اتباع دغه شيان د عتيقه آثارو په توګه پېري، خو بيا هم ښه بازار نلري.
دغه راز د غزني د صنعت او سوداګرۍ آمر حسين علي عارفي د مسکرانو دغه ستونزې مني او وايي چې هلې ځلې کوي د مسګرۍ دغه سابقه لرونکى صنعت چې له زياتې مودې په دغه ولايت کې رواج لري، بیا وغوړوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته