کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
په ننګرهار کې تېره شپه د غره يوه برخه ونړيده چې له امله يې يوتن ووژل شو . دغه پېښه ددغه ولايت دکوز کونړ په ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
تراوسه پورې يو ځوان هلک په دې پېښه کې وژل شوى دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې، هغه ساحه چې غر نړيدلى دى چې د استوګنې کورونه پکې نه و او تراوسه پورې هم له غره څخه دډبرو دښوييدو ويره شته .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژاژنس ته وويل چې له اوسيدونکو څخه غوښتې دي په دغه ځاى کې تګ راتګ ونه کړي .
خوږياڼي وويل چې ښايي دزيانونو شمېر زيات شي .
لومړنيو رپوټونو ښيي چې اورښتونه ددغه غره دځينې برخې دجلا کېدو اونړيدو سبب شوى دى .
ختم_ عطاالله_ اکرم