ټولنه

جمهوررئیس غني بیت الله شریف ته له تلوونکو حاجیانو سره مخه ښه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېره شپه د حامد کرزي په نړیوال هوایي دګرکې بیت الله شریف ته د سږ کال له لومړنیو تلوونکو حاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په پیل کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل، په بیت الله شریف کې د افغان حاجیانو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د ملي یو والي حکومت او د جمهوررئیس په ځانګړې پاملرنه به دغه پروسه سږکال هم د تېر کال په څېر بریالۍ وي.
هغه زیاته کړه، د حج په مراسموکې د تېر کال ستونزې سږ کال هوارې شوې او حکومت هڅه کوي چې افغان حاجیانو ته لا ډېر او ښه امکانات برابر کړي.
وروسته معراج الدین چې د حاجيانو په استازیتوب یې خبرې کولې، افغان حاجیانو ته د جمهوررئیس له ځانګړې پاملرنې څخه په مننې وویل، د افغانستان دولت سږ کال افغان حاجیانو ته د تېرو کلونو په پرتله لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه، د حکومت او جمهور رئیس د پاملرنې له امله په بیت الله شریف کې افغان حاجیان د نورو هېوادونو د حاجیانو په پرتله ډېرې اسانتیاوې لري.
هغه څرګنده کړه، افغان حاجیان به د حج فریضې د ادا کولو پر مهال په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین، افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د هوساینې او سوکالۍ دعا وکړي.
جمهور رئیس غني بیت الله شریف ته تلوونکو حاجیانو ته د وینا پرمهال هغوی ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، تاسې هغه ځای ته تلوونکي یاست چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) هلته قدمونه ایښي او ابراهیم (ع) دعا کړې.
جمهوررئیس له افغان حاجیانو وغوښتل، چې د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال د افغانستان د سولې، ثبات، ارامۍ، ملي یو والي او پرمختګ لپاره د خدای تعالی په دربارکې دعا وکړي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، زه ستاسې لومړی خادم یم او حکومت ستاسو په خدمت کې دی، په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت ستاسو لپاره لازم تدابیر نیولي او ټولو افغان حاجیانو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال به ۳۰زره افغان حاجیان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته