امنیت

پوليسو له بزګرانو څخه دعشر د راټولولو مخه ونيوله .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
دبغلان ولايت دبورکې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا دعشر په نامه په غير قانوني ډول دپيسو اخستلو مخه ونيوله .دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمد علي باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دغير مسوولو وسله والو افرادو سرګروپ ملا احمد له بزګرانو څخه دعشر د راټولولو په وخت کې دپوليسو له کلک غبرګون سره مخامخ شو او دعشر د راټولولو مخه يې ونيوله.
خبرځاى زياته کړه ددغې پيښې په پايله کې چې له نښتې سره يوځاى وه يو پوليسو ټپي شو .
ويل کيږي : ملا احمد له افرادو سره يې دبورکې ولسوالۍ شرشر غرونو ته وتښتيد او دپوليسو تر څارنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته