سیاست

د عالمانو د سراسري شورا پيغام

کابل_ باختر د کب د مياشتې١٠:
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد یو جید عالم، جهادي شخصیت او د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړی مولوی محمد شیرین د دین او وطن د دښمنانو له خوا شهيد شوى دى.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د ده شهادت یوه ستره علمي ضایعه بولي، ارواښاد ته د لوى خدای جل جلاله له دربارڅخه فردوس جنت، کورنۍ، دوستانو، علمای کرامو او د وردګو مجاهد ولس ته د جمیل صبر او جزیل اجر او قاتلانو ته یې سخته سزا غواړي او له اړوندو دولتي ارګانونوڅخه په کلکه غوښتنه کوي، ترڅو د دې پېښې د عاملینو په موندلو او د قانون منګولو ته په سپارلوکې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته