خبرونهامنیت

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي پر وړاندې يې مبارزه جدي ده

 کابل/ د وري ۲۴ مه/ باختر

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د نشه يې توکو د کرکېلې د مخنيوي په اړه د امیرالمومنین فرمان پلې کېدو لپاره په جدیت سره کار روان دی.

د یاد وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند زاده له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو تر دې دمه په نشه يي توکو د څه باندې ۲۰ زرو روږدو درملنه شوې او د قوي ضمانت تر اخیستو ورسته رخصت شوي دي.

اخند زاده زیاتوي چې دمګړۍ په پلازمېنه او ولایتونو کې زرګونه روږدي تر درملنې لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت معین وايي چې د نشه يي توکو د کرکېلي د مخنیوي په موخه اړوندو ادارو په همغږۍ سره کار پیل کړی. په خبره یې، دوی د امیرالمومنین د فرمان عملي کېدو ته ژمن دي او له سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.

آخند زاده زیاتوي چې په نشه یي توکو د روږدو درملنې لپاره د ځای نشتون د ستونزې حل کولو په موخه يې کابل کې یو لوی کمپلکس روږد ته ځانګړی کړی دی.

هغه د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د خلکو او په ځانګړې ډول د کروندګرو مرسته مهمه وبلله او غوښتنه يې وکړه چې اولس دې له اسلامي امارت سره د دې پديدي په ختمولو کې همکاري وکړي. اخند زاده زیاته کړه چې هڅه کوي کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړي.

نوموړي له نړیوالو مرستندویانو څخه هم ګیله وکړه چې په نشه يي توکو د روږدو په درملنه کې يې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې او یواځې يې پرايښي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې له نشه يې توکو سره د مبارزې او مخنيوي په موخه په ملیاردونو ډالره مصرف شوي؛ خو نه يواځې دا چې پایله يې نه ده ورکړې بلکې تر بل هر وخت يې په هېواد کې د تولید کچه لوړه شوې ده.

دا چې اسلامي امارت به د نشه يي توکو د کرکېلې په مخنيوي او د اميرالمومنین د فرمان په عملي کېدو کې بریالی شي او کنه هغه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ووايي.

عبدالمتین  افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته