کابل باختر دوږي څوارلسمه :
د څلورو ښځو په ګډون د هرات ولايت له مرکزي جيل څخه ۶۰ تنه بنديان د زمري د مياشتې د اته ويشتمې نيټې او نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د جمهور رييس د فرمان له مخې له بند څخه آزاد شول .
د هرات د جيل لوى مدير سمونوال فريد فراهي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بنديان د هېواد دخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کولو او دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت د هېواد د جمهور رييس د فرمان له مخې له بند څخه آزاد شول .
ده له خلاصو شويو بنديانو خخه وغوښتل چې له دې وروسته د ټولنې د ګټور او فعال غړي په توګه کار او فعاليت وکړي. ختم_ ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ