پل علم باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
په لوګر ولايت کې نن په زرو بېوزلو او مستحقو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل چې په دغو توکوکې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شته چې په بېوزلو او مستحقو کورنيو ويشل شوي دي .
د ده د څرګندونوله مخې: دغه مرستې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له لارې شوې دي چې هرې کورنۍ ته دوه پنځوس کيلويي بورۍ غنم، دوه پنځه ليتره بوشکې غوړي، لس کيلودال نخود او يوه کيلو د خوړو مالګه ورکړى شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ